IQNA

  د الاهزر په ضد  صهیونیسټانو د یرغل  ترشا موخې څه دي؟

20:49 - February 06, 2024
د خبر لمبر: 3488686
ایکنا- د لندن چاپ رأی الیوم  د یوه مطلب په خپرولو سره  د الازهر د اسلامی مرکز او د هغه د مشر شیخ احمدد الطیب په ضد د صهیونیسټي رژيم د ۱۲چینل تورونو اویرغل ته په اشارې سره په دې زمینې کې د مصر د ځینو شخصیّتونو  غبرګون خپور کړی او ددغو تورونو ترشا ئې موخې لټولي دي.

ایکنانیوز د رِأی الیوم  له قوله راپور راکړ، دغې ورځپاڼې په یوه مطلب کې د الازهر د اسلامی مرکز او دهغه د مشر شیخ احمد الطیب  په ضد د صهیونیسټي رژیم د ۱۲چینل یرغلونوته په اشارې سره  او ددې خبرې په کولو سره چې  په په الازهر کې تدریس شوي مطالب  له صهیونیسټي رژيم سره دښمني او د نفرت خورونې په لړ کې دي ، په دې زمینې کې ئې د ځينو مصري شخصیّتونو  غبرون خپور کړی او  لیکلي ئې دي،په الازهر او احمد الطیب باندې د اسرائيلو ددغه سخت یرغل دلیل څه دی؟،آیا په غزې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومیّت کې ددغه مرکز د دریځ په دلیل دی؟ صهیونیسټانو ولې الازهر ټارګټ کړی دی؟

 په الازهر موسیسې  د اسرائيلو  په حملې لومړنی ځواب  د مصر د اوقافو د وزارت د پخواني مرستیال او اسلامی څيړاند الفقي ځواب دا ؤ چې معلومه ده چې دالازهر درسي پروګرامونه  له پیله تراوسه پورې پر اعتدال  او میانه روئ او د اسلامی امت او ملتونو ترمینځ د ګډ سوله ایز ژوند په ټينګیدا مشتمل  دی او د اسلامپاک دین  همدغه غواړي چې د رحمت او برابرۍ دین دی.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د الازهر کړن لاره اعتدال پالنه ده ووئيل،د الازهر په ضد د صهیونیسټي رژيم د ۱۲چینل  ادعا غیر منطقي  او چتي ملنډه ده . په مقابل کې  دا صهیونیسټي رژيم دی چې پخپلو ښونځیو کې غیرانساني او په آپارټائيد مشتمل تعلیمات تدریس کوي.آیا مصریان د نیواکګرو جنایتونه او بوږنونکی  غمیزې په سترګو نه وینی چې څرنګه  ماشومان،ښځې اوبوډاګان قتل عام کوي؟

  الفقي په دې اند دی چې  اسرائيل د اړیکو په عادي کولو پسې دی او دغه سیاست ماته خوړلې ده او هر هغه څوک  چې وغواړي داثابته کړي ،دمصریانو له نظره  معلون او  باطل دی.

هغه په پاي کې په دې په ټينګار سره چې الازهر به د دوی د اړیکو د عادی کولو لپاره د دوي د سپيرو هڅو په مقابل کې کلک ودریږي،  ووئيل،  د الازهر په ضد دغه خوځښتونه  هیڅ نیتجه نه ورکوي او قدس له مونږ سره اړه لری او د مونږ ټاټوبی دی او د قیامت کلیسا د ټولو مصریانو په زړونو کې ځاي لري، ترهغه مهال چې  قدس خپلو اصلی خاوندانو ته بیرته وګرځي.

په عین حال کې د مصر یو سیاستوال عبدالله الاشعل  د الازهر په ضد داسرائيلو د یرغل په غبرګون کې  ووئيل، په الازهر  او دهغه پر  شیخ  د صهیونیسټي رژيم د ۱۲چینل حمله په حقیقت کې د الازهر د اسرائيلي ضد دریځ ته ورګرځي  چې  د فلسطین د نغرلو له حقایقو سره اړونده دی او دا ټول لامل شوي چې مصریان له  اسرائيلو کرکه کوي،ځکه چې د قربانۍ اوجنایتونو پلویان دي.صهیونیسټان هم له مصریانو بیزاره دي  او د دوي په نابودولو پسې دي. نه یوازې الازهر او دهغه شیخ ،بلکې درست مصریان د قربانۍ ملاتړي او د جلاد په ضد دي.

 د مصر یو شناندی مصطفی بکری هم په دې باب په دې اند دی چې  په الازهر او دهغه پر مشر د عبری ژبې ۱۲چینل حمله، د الازهر او دهغه دمشر پر سینې د ویاړ نښه ده چې  د اسلام پاک دین، خپل وطن او ملت ته وفاداره دي . هغه زیاته کړې ده ، دصهیونیسټانو  دغه حمله  د فلسطین د ملت په ضد د وحشی صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او ویجاړونکي جنګ په ضد د الازهر اوشیخ احمد الطیب  د دریځونو په ځواب کې  شوې ده. 

بکري په پاي کې ټينګار کړی دی ، الازهر تل د فلسطین له ټاټوبي ددفاع  لپاره ډال او د هغو د خلکو  د کلکې دریدا ومقاومت د لارې مشال دی

د صهیونیسټ رژيم ۱۲ټيلویژنی چینل  تیره ونۍ  په یوه راپور کې ويلي دي ، د الازهر دینی موسیسه  په پوځي زده کړو سره  کابو دوه میلیون محصیلین اداره کوي چې د اسرائيلو په ضد افراطي  دریځونه لري. دغه عبری رسانۍ  همداراز د الازهر مشر شیخ احمد الطیب  له حماس غورځنګ سره په تماس تورن کړی دی.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې د الازهر  ددرسی پروګرامونو محتوا د اسرائيلو په وړاندې مقاومت او د فلسطین اوقدس په ضد ددغه رژيم د سیاستونو د محکومیّت تبلیغ کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4198013

captcha